د مارچ اتمه د ښځو پیوستون د نړیوالې ورځې نمانځنه!

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کې نن سه شنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب د میاشتې پر ۲۰ نېټه ونمانځل شوه.
ښاغلي شیرزی همداراز د هېواد د روانو پېښو په اړه هم خبري وکړي.د جمهوري ریاست د لوړې مراسمو د ترسره کیدو له امله یې مبارکې وویله: له سیاسیونو، دولت او طالبانو یې غوښتنه وکړه چې دسولې لپاره ګډ کار وکړي.
ښاغلي شيرزی داهم وویل: چې موازي تحلیف او موازي حکومتونه د وطن په خېر نه دي، قانوني او شرعي پایه نه لري. نوموړي هیله څرکنده کړه ، چې د سولې لپاره باید ټول افغانان په ګډه کار وکړي، په راتلونکې کې به سوله ولرو، ښه نظام به ولرو، د نظام لپاره افغانانو قربانۍ ورکړي دي، پرموږ ده چې له خپل نظام څخه ملاتړ اودفاع وکړو.
ورپسې د ښځو د ملاتړ واحد آمرې اغلې خاطرې حیات په ۱۳۹۸ کال کې د ښځېنه کارکوونکو د ځواکمنتیا، ظرفیت لوړونې، د دوې د ستونزو د حل په اړه تر بېلابېلو سرلیکونو لاندې د غونډو، ورکشاپونو او ښوونیزو پروګرامونو د جوړولو په اړه کلنی رپورټ وړاندې کړ.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمدزي هم په ټولنیز ژوند او چارو کې د ښځو د ونډې او ارزښت په اړه خبرې وکړي او غونډه يې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په دعا پاي ته ورسوله. په وروستیو کې يو شمېر ډالۍ، چې د دې ورځې په مناسبت برابرې شوې وې په ښځېنه کارکوونکوباندې وویشل شوې.