د لوګر ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو نوی رئیس ښاغلی فضل معبود دانش کارکوونکو ته وروپېژندل شو او دنده یې پیل کړه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۱۳:۴۹
mobta

د سرحدنو او قبایلو چارو د نوي رئیس د پېژندنې په مراسمو کې لوګر ولایت والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس ښاغلي الحاج نیاز محمد امیري، د ولایتي شورا منشي عدالت عبدالرحیمزي، ولایت مقام د دفتر رئیس احمد خالد صافي, د بشري سرچینو رئیس او یو شمېر نورو مسولینو او مخورو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس الحاج نیاز محمد امیري په خبرو کې د نوي رئیس د ټاکل کېدو په تړاو مالومات وړاندې او د پخوانې رئیس ښاغلي عبدالرحمن تسل کړنې یې وستایلې.

دغه رازلوګر والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي نوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه او د پخواني رئیس ترسره شوي خدمتونه یې وستایل.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۲
Background image

باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا عبدالهادي حاجي امين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

BACK TO NEWS

User account menu