د پکتیکا ولایت د برملې ولسوالۍ د قومي مشرانو او مخورو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن یکشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشتې پر ۸ مه نېټه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو او مخورو خپلې یو لړسیمه ییزې ستونزې، چې په برمل ولسوالې کې د امنیت د ټینګښت او د زده کړو څخه د ځوانانو د لرې والي په برخه کې شتون لري د وزارت له مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي سره د حل په موخه شریکې کړې.
همدا راز نوموړو د موجوده نظام څخه د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ د وزارت سره د خپلو تلپاتو همکاریو ډاډ ورکړ.
ورپسې د سرحدون او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: ستاسو درنو مشرانو ستونزو ته رسیدنه او پر حل لارو یې کار کولو زموږ مسؤلیت دی، چې انشا الله ډېر زر به ستاسو ستونزې د حکومت له مشرانو سره شریکې کړو او هغو ځوانانو ته، چې د زده کړې څخه لرې پاتې دي او ستاسو له خوا د زده کړو ترسره کولو په موخه را پیژندل کیږي لومړيتوب ورکړو، تر څو یې د وزارت په اړوند لېسو کې شامل او خپل مسؤلیت ترسره کړو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu