په ننګرهار کې د داعش لسګونو غړو او کورنیو د ژوند او برخلیک په اړه غونډه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۱۰:۱۰
mobta

په یاده غونډه کې، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۹ مه نېټه په ننګرهار کې جوړه شوې وه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي وجیه الرحمن شینواري او د ننګرهار قومي مشرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې قومي مشرانو د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني له لارښوونې سره سم، چې ننګرهار ته یې د خپل سفر پرمهال له قومي مشرانو سره د تسلیم شویو داعشیانو او د هغوی کورنیو د برخلیک د څرنګوالي په اړه د یوې طرحې د جوړولو چې له مخې یې دوی خپلوانو ته وسپارل شي خبرې وکړې او د افغاني درانه دود پر اساس یې دا لاندې پریکړې ونیولې.

۱- څرنګه چې اسلام د عفوه او صله رحمې دین دی، د حسن نیت، افغانیت او بشردوستۍ روحیې له مخې له حکومته غوښتنه دا ده چې د هغه قبایلي داعشیانو ښځې او ماشومان چې په اسارت کې دي، د دی جرګې په منځګړیتوب، د تضمین له اخیستلو وروسته خپلوانو ته وسپارل شي.

۲ـ د قبایلي مشرانو او علماء کرامو څخه موغوښتنه داده، چې ژر تر ژره جرګه جلال آباد ته راولیږي، تر څو د اسیرانو په هکله سره جرګه شو.

۳ـ د ننګرهار له ادارې مو غوښتنه داده چې د جرګې د غړو په تګ او راتګ کې له مونږ سره همکاري وکړي.

۴ـ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له محترم مقام څخه مو غوښتنه ده چې د قبایلو په راغوښتلو او د جرګې په تنظیمولو کې له مونږ سره همکاري وکړي.

۵ـ تر هغې چې ښځې او ماشومان خپلوانو ته سپارل کیږي له حکومت څخه مو غوښتنه داده ، چې د بشردوستۍ په روحیه د ژوند اسانتیاوې لکه، اعاشې، اباطې او روغتیاته یې پاملرنه وکړي

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵
Background image

د هيواد په شپږو ولايتونو کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۱۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په مختلفو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu