د وزارت په اړوندو لېسو کې د اصلاحاتو لړۍ د تطبیقېدو په حال کې ده.
د سرحدونو او قبایلو چاوروزارت د محترم مشرتابه د پرله پسې زیار او کار په دوام نن د ټولنیزو اخلاقو تر عنوان لاندې موضوع د رحمان بابا لېسې له زده کوونکو سره شریکه شوه.
په دې غونډه کې لومړۍ د رحمان بابا زده کوونکو او استادانو د وزارت له مشرتابه او دلیسې د هڅاند امر څخه، چې په بېلابېلو تدریسي او اداري چارو کې مثبت بدلون راوستې مننه وکړه.
ورپسې محترم مولوي محمد یاسین له پروګرام سره سم خپله موضوع، چې په (ټولنيزو اخلاقو) باندې یې چمتو کړې وه، زده کوونکو ته د سهار په لين کې وړاندې کړه.
د یادونې وړده، چې زده کوونکو ته په بېلابېلوعنوانونو سره د تدریسي، ټولنیزو، اسلامي او د حب الوطن مسایل له پلان سره سم وړاندې کېږي.