په هرات کې له بېلابېلو قومي مشرانو سره ناسته

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۹:۴۹
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن له غرمې مخکې، په داسې حال کې چې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمد زی او د هېواد پیاوړی روحاني شخصیت او دیني عالم ښاغلي خدای داد صالح هم ورسره ملګرې و، په هرات کې د حاجي عبدالستار بارکزي فرهنګي مرکز ته تشریف یوړ او په هغه غونډه کې يې برخه واخیسته، چې کابو دوه زره تنو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو، ځوانان او ټولنیزو فعالانو پکې برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې د الغیاثیه دارالعلوم مشر ښاغلي مولوي خدای داد صالح او د هرات قومي مشر، او د بارکزي د فرهنګي مرکز مشر ښاغلي الحاج عبدالستار پهلوان د سرحدونو او قبایلو چارو محترم وزیر ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته، د سولې او ملی یووالي په ټينګښت کې د محترم ولسمشر او د ښاغلي شېرزي هلې ځلې وستایلې.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د دغو قومي مشرانو او دیني عالمانو له ملي احساس څخه د مننې په ترڅ کې وویل: افغانستان زموږ لومړیتوب دی او ټاکنې د سولې لپاره ضروري دي او افغانان باید د ټاکنو له لارې خپل ملي ذعيم وټاکي.

قومي مشرانو هم په خپل وارسره د ټاکنو د ترسره کېدو ملاتړ وکړ.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۹
Background image

آشتی دو خانواده جدا شده در کنر


شنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸ 
جنجال میان دو خانواده در ولسوالی سرکانو ولایت کنر بر سر برخی از مسایل داخلی به صورت مسالمت آمیز حل شد و هر دو طرف دست به دست هم دادند.
مسئولان ریاست امور
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۴
Background image

کنړ کې د دوو جلا شويو کورنيو پخلاينه

 

شنبه ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپل منځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه په سوله ييز ډول حل او دواړو لوريو يو بل ته د ورورولي لاسونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

بلخ کې د مسؤلينو په هڅو دوه کلنې دښمني پای وموند

 

پنجشنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په هڅو د دولت آباد ولسوالي اړوند د دوو کورنيو تر منځ هغه دوه کلنه دښمني، چې د خپلمنځي اختلافاتو له امله. . .

BACK TO NEWS

User account menu