په هرات کې د مېشتو اڅکزیو قوم له مشرانو او مخورو سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن له غرمې وروسته په هرات کې د مېشتو اتلسو ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې قومي مشرانو حاجي علي خان او ښاغلي تورخان ظریفي د نورو په استازېتوب محترم وزیر صاحب ته ښه راغلاست ووایه او خپلې یو لړ سیمه یزې ستونزې له محترم شېرزي صاحب سره شریکې کړې.
ورپسې ښاغلي شېرزي له دوې سره په ټاکنو کې د پراخ ګډون په اړه سلا مشورې وکړې وی ویل: ټاکنې د سولې لپاره ضروري دي افغانان باید د ټاکنو له لارې د خپل هېواد برخلیک وټاکي.