دفراه ولایت ولسونو د سولې په اړوند دبین الافغاني خبرو اترو ملاتړ او د قومونو په يووالي ټينګار وکړ

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۱۱:۵۷
mobta

په سر کې د سرحدونو اوقبایلوچارو رئیس محمداکبر"عمر" خبری وکړې او په خپلو خبروکی یی د سولې پر اهمیت او قومونو په یوالي تاکید وکړ اوزیاته یی کړه چه سوله د هرافغان غوښتنه ده او د فراه ولسونه د سولې ملي بهیر د بین الافغاني مذاکراتو بشپړ ملاتړکوی.

ورپسې دولایتي شورا سرپرست الحاج خیرمحمد "نورزی" وینا وکړه، دسرحدونو او قبایلو چارو له رئیس مننه وکړه چه په راتگ سره یی یاده اداره په یوه فعاله اداره تبدیله کړه اوهمدارنگه دسرحدونو اوقبایلو چارو نوی رئیس په یو بی ساری اقدام سره د سولې دتامین اوقومونو د یوالي په برخه کی مهمه غونډه جوړه چه موږ یی ستاینه اوقدردانی کوو، او په خپله اړونده برخه کی ورته دلابریالیتوب هیله کوو

ورورسته د علماوو، په استازیتوب مولوی عبدالمنان وینا وکړه او دسرحدونواوقبایلو چارو ریاست دا اقدام یی وستایه او د سولې اوقومونو د یوالي په اړوند یی مفصلی خبری وکړی.

همدا راز د ځوانانو په استازیتوب نقیب الله نیکمل وینا وکړه لومړى یې د سرحدونو اوقبایلوچارو له رئیس څخه مننه وکړه چه په یاده اداره کې یې د پام بدلونونه راوستلې
نوموړي دقومونو په یوالي او تلپاتې سولې په ملاتړ خبری وکړی.

وروسته داهل تشیع په استازیتوب مولوی عزت الله "نظری" وینا وکړه او دسولې او ولسونو په اتحاد یی مفصل اوهر اړخیزبحث وکړه.

وروسته د ولایت والي ښاغلي محمد شعیب"ثابت" هراړخیزه وینا وکړه اوسولې، قومونو په یوالي دفساد په وړاندی مبارزی ټينګار وکړ.
غونډه دمولوی نظري ددعاپه لوستلو سره پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu