کاپيسا کې د ۳۶ کلنې مرګونې دښمني پای
يکشنبه ۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې پلاوي کاپيسا ولايت ته د خپل سفر پرمهال، چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب کوله د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو، ولايتي اداري او قومي مشرانو په منځګړيتوب تګاب ولسوالي کې د شاوخوا ۳۶ کلونو په دوام مرګوني دښمني په دوستي بدله کړه.
د دې اوږدمهالې دښمني له امله د دواړو لورو څخه شپږ تنه وژل شوي وو او درانه مالي زیانونه يې هم درلودل، چې د مسؤلینو د پرله پسي هڅو په پایله کې د دښمني د هواري لپاره خبرو اترو ته حاضر شول، د پخلاینې ژمنې ترې واخیستل شوې او د يوې شرعي پرېکړې له مخې یې ترمنځ د عدل فيصله وشوه، چې په همدې سره يې خپلمنځي اختلافات او دښمني پای ته ورسېده.
د روغې جوړې په يادو مراسيمو کې د وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب، په قومي چارو کې د شخړو د حل سلاکار ملا محمد کريم سهر اخندزاده، د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس مولو محمد آجان رهبر، د ولايت مقام استازو، د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر، د تګاب ولسوالي ولسوال، ديني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو پراخ حضور درلود.
