کاپيسا کې د ۳۶ کلنې مرګونې دښمني پای

haqani_admin
Sun, Oct 18 2026 10:21 AM
کاپيسا کې د ۳۶ کلنې مرګونې دښمني پای

يکشنبه ۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې پلاوي کاپيسا ولايت ته د خپل سفر پرمهال، چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب کوله د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو، ولايتي اداري او قومي مشرانو په منځګړيتوب تګاب ولسوالي کې د شاوخوا ۳۶ کلونو په دوام مرګوني دښمني په دوستي بدله کړه.

د دې اوږدمهالې دښمني له امله د دواړو لورو څخه شپږ تنه وژل شوي وو او درانه مالي زیانونه يې هم درلودل، چې د مسؤلینو د پرله ‌پسي هڅو په پایله کې د دښمني د هواري لپاره خبرو اترو ته حاضر شول، د پخلاینې ژمنې ترې واخیستل شوې او د يوې شرعي پرېکړې له مخې یې ترمنځ د عدل فيصله وشوه، چې په همدې سره يې خپلمنځي اختلافات او دښمني پای ته ورسېده.

د روغې جوړې په يادو مراسيمو کې د وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب، په قومي چارو کې د شخړو د حل سلاکار ملا محمد کريم سهر اخندزاده، د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس مولو محمد آجان رهبر، د ولايت مقام استازو، د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر، د تګاب ولسوالي ولسوال، ديني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو پراخ حضور درلود.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu