د هېواد په ۷ ولايتونو کې له قومي مشرانو او عامو خلکو سره د اسلامي شریعت د نفاذ او ستونزو اورېدو غونډې تر سره شوې
پنجشنبه ۳ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د خپلو محلي ادارو د مسؤلينو په مشري د شریعت د احکامو د تنفيذ، یووالي او همغږۍ په موخه د هېواد په ۷ ولايتونو کې د ولسواليو له استازو، ديني عالمانو، متنفذينو، قومي مشرانو او عامو خلکو سره لويې ولسي غونډې ترسره شوې.
دغه رابلل شوې غوندې د سرپل په سيدآباد، د هلمند په بغني، د پکتيکا په وازيخوا او وړممۍ، د پروان په سالنګ، د دايکندي په ميرامور، د ننګرهار په ګوشتې او لعل پورې او د فارياب په فردوس ولسوالي کې ترسره شوې، چې پرمهال يې مسؤلينو او ولسي استازو ګڼ مسائل يو بل سره مخامخ شريک کړل.
غونډو ته قومي استازو په خبرو کې د ولسونو تر منځ د اتحاد پر اهمیت ټینګار وکړ ویې ویل: د هېوادونو پرمختګ او ترقي لپاره د ولسونو ترمنځ همغږي او همکاري مهمه ده. دوی د اسلامي شریعت د احکامو د تنفيذ په برخه کې د خپلو هڅو يادونه وکړه.
د دغو ولسي غونډو پرمهال د اسلامي امارت مسؤلینو د خلکو د ستونزو د اوريدو، د اسلامي شريعت د احکامو د پلي کولو او همداراز د ولس او حکومت ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. مسؤلینو وویل، چې د ستونزو حل او د ولسي یووالي پیاوړتیا د ټولو ګډ مسؤولیت دی. دوی له ګډونوالو وغوښتل، چې د عامه نظم د ساتنې او همغږۍ په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.
