جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې
چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸
د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو لوريو د خوښۍ غاړې سره ورکړې.
د یادې شخړې د حل په موخه د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د ځایي قومي مشرانو په ملتیا یوه قومي جرګه راوبلله، چې پکې د دواړو خواوو خبرې واورېدل شوې او له پوره تحقيق وروسه يې ترمنځ د خير فيصله شوه.
د مسؤلينو له لوري د ترسره شوې فيصلې وروسته د يادو کورنيو مشرانو د خپل رضايت په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به کوم ډول جنجال او تربګني نه کوي بلکې د خوښي ژوند ته به دوام ورکوي.
