د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ د غونډو دوام

haqani_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۰
د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ د غونډو دوام

 

پنجشنبه ۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د خپلو محلي ادارو په همغږۍ په ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او همغږۍ په موخه د روانو غونډو په دوام، دا ځل د زابل ولايت په شملزي ولسوالي، د جوزجان په قرقين او خمآب ولسوالي، د فراه په شيبکوه، د سمنګان په دره صوف، د پنجشير په دره داير، د بادغيس په بالامرغاب، د هلمند په سنګين او ګرشک ولسوالي او همداراز د پکتيا په سيدکرم او زرمت ولسواليو کې له عامو خلکو، علماوو، ولسي استازو او ولسواليو له مسؤلينو سره پراخې ولسي غونډې ترسره کړې.

غونډو ته ديني عالمانو او قومي مشرانو د خپلو سيمه ييزو ستونزو په شريکولو سره د اسلامي امارت له خدمتونو مننه وکړه او ياد نظام يې د هېواد د ثبات، امنيت او ولسونو د خونديتوب لپاره مهم وباله. دوی د اسلامي امارت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د نظام ننګه به کوي او هېڅ چا ته به يې د تخريب اجازه ورنه کړي.

 يادو ديني عالمانو او قومي مشرانو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شريعت په نفاذ او همداراز د ولس او حکومت ترمنځ په همغږۍ کې به خپلې هڅې جاري وساتي. دوی د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د فرمانونو په عملي کولو او خپرولو کې د دنيا او اخرت کاميابي ياده کړه او له عامو خلکو يې وغوښتل، چې په دې برخه کې دې د ټولنې هر وګړی خپل مسؤليت ادا کړي.

ورپسې مسؤلينو د يادو غونډو پرمهال ولس ته د ډاډ په څرګندولو سره هغوی اتفاق، اتحاد، يووالي او د اسلامي شريعت نفاذ او همغږۍ ته وهڅول او همداراز د هر ډول ستونزو پرمهال يې حاکم نظام د ولس تکيه ګاه وبلله. يادو مسؤلينو د اسلامي شريعت د نفاذ په برخه کې د علماوو، قومي مشرانو او مخورو ونډه وستايله او غوښتنه يې وکړه، چې په دې برخه کې دې لا خپلو هڅو ته دوام ورکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu