په کندز کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده
شنبه ۲۲ ربیعالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندز ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، د کندز ولایت د عليآباد ولسوالۍ د دوو کورنیو د غړو ترمنځ د میراث پر سر اووه کلنه دښمني، چې له امله یې دواړه لوري له یو بل څخه خوابدي وو، حل او فصل شوه.
د یادې شخړې د حل په موخه د کندز ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احمدالله تالقاني، او متنفذینو څو ځله ناستې ترسره کړې. د دغو پرله پسې ناستو او هڅو په پایله کې دواړو لورو د میراث پر موضوع تفاهم وکړ، خپل پخوانی اختلاف یې پای ته ورساوه او په رضایت سره یې روغه جوړه وکړه، چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ د خپلوي او تفاهم فضا بېرته ټینګه شوه
