(( په افعانستان کې اختلافونه د خارجي استخباراتو له لوري رامنځته شوی وو))
چهار شنبه ۱۹ربیع الاول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د شمال او شمال ختیځو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې اسلامي امارت په الهی نصرت او د ولس په ملاتړ ولاړ نظام ياد کړ ويې ويل: افغان ولس پخوا هم د دې نظام د حاکمیت لپاره قربانۍ ورکړې او بيا هم تيار دی. نوموړي زیاته کړه افغانان په خپلو منځونو کې هېڅ ډول اختلافات نه لري، کوم اختلافونه چې په تېرو وختونو کې موجود وو، ټول د بهرنیو استخباراتي کړیو او اشغالګرو له لوري رامنځته شوي وو. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان ټول قومونه د یوه ملت غړي دي.
ښاغلي نوري همداراز وويل، چې له مخالفینو هیڅ ډول تشویش نه لري، ځکه په افغانستان کې د مخالفت لپاره زمینه او ځای نشته. نوري صاحب وویل: هغه کسان چې د مخالفت اوازې خپروي د پردیو پروژو لپاره کار کوي. هغه دغه راز د دیني عالمانو او قومي مشرانو رول د ولسونو ترمنځ د یووالي، همغږي او ورورولي په پیاوړتیا کې مهم وباله.
قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي امارت پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل: چې موږ هر وخت د افغانستان د دفاع لپاره چمتو يو. که د اسلامي امارت له لوري اړتیا پېښه شي د هېواد او اسلامي نظام د دفاع په موخه به له سر او مال څخه دریغ ونه کړو او دغه راز یې د خپلو سیمو اړوند ستونزې او اړتیاوې شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د پاملرنې غوښتنه وکړه
