(( په افعانستان کې اختلافونه د خارجي استخباراتو له لوري رامنځته شوی وو))

haqani_admin
Wed, Sep 02 2026 11:50 AM
((په افغانستان کې اختلافونه د خارجي استخباراتو له لوري رامنځته شوي

 

چهار شنبه ۱۹ربیع الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د شمال او شمال ‌ختیځو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې اسلامي امارت په الهی نصرت او د ولس په ملاتړ ولاړ نظام ياد کړ ويې ويل: افغان ولس پخوا هم د دې نظام د حاکمیت لپاره قربانۍ ورکړې او بيا هم تيار دی. نوموړي زیاته کړه افغانان په خپلو منځونو کې هېڅ ډول اختلافات نه لري، کوم اختلافونه چې په تېرو وختونو کې موجود وو، ټول د بهرنیو استخباراتي کړیو او اشغالګرو له لوري رامنځته شوي وو. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان ټول قومونه د یوه ملت غړي دي.

ښاغلي نوري همداراز وويل، چې له مخالفینو هیڅ ډول تشویش نه لري، ځکه په افغانستان کې د مخالفت لپاره زمینه او ځای نشته. نوري صاحب وویل: هغه کسان چې د مخالفت اوازې خپروي د پردیو پروژو لپاره کار کوي. هغه دغه راز د دیني عالمانو او قومي مشرانو رول د ولسونو ترمنځ د یووالي، همغږي او ورورولي په پیاوړتیا کې مهم وباله.

قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي امارت پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل: چې موږ هر وخت د افغانستان د دفاع لپاره چمتو يو. که د اسلامي امارت له لوري اړتیا پېښه شي د هېواد او اسلامي نظام د دفاع په موخه به له سر او مال څخه دریغ ونه کړو او دغه راز یې د خپلو سیمو اړوند ستونزې او اړتیاوې شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د پاملرنې غوښتنه وکړه

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu