کنړ کې د دوو جلا شويو کورنيو پخلاينه
شنبه ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸
د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپل منځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه په سوله ييز ډول حل او دواړو لوريو يو بل ته د ورورولي لاسونه سره ورکړل.
د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي مشرانو، متنفذينو او ځايي خلکو په منځګړيتوب د يوې ناستې په ترڅ کې لومړی موضوع وڅېړله او بيا يې د طرفينو په خوښي او رضايت د يوې منصفانه پرېکړې له مخې هغوی يو بل ته ورغاړې وېستل.
په پای کې د ښکېلو خواوو مشرانو يو بل ته تر بښنې کولو وروسته ژمنه وکړه، چې د مسؤلينو ترسره شوې فيصلې ته په احترام به تر دې وروسته په سوله او ورورولي کې ژوند تېروي.
