پکتيا کې د ۴ کلنې بدي ترڅنګ سرپل، ننګرهار او غزني ولايت کې هم شخړې حل شوې

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۲۸
پکتيا کې د ۴ کلنې بدي ترڅنګ سرپل، ننګرهار او غزني ولايت کې هم شخړې حل شوې

 

شنبه ۲۷ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په احمد آباد ولسوالي کې د څو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر هغه را پورته شوې څلور کلنه بدي په سوله ييز ډول هواره کړه، چې له امله يې څو تنه ټپيان شوي وو او ګڼ مالي تاوانونه يې اړولي وو.

همداراز د سرپل ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس د قومي مشرانو په ملتيا په ياد ولايت کې د يوې ترافيکي حادثې له کبله پېښه شوې شخړه، چې څلورو تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و حل کړه او ښکېل لوري يې يوبل بښلو ته راضي کړل.

د دې سر بېره د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د پلرنيو ځمکو د وېش پر سر راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو، قومي مشرانو او متنفذينو د يوې غونډې پرمهال هواره کړه او حق يې حقدار ته وسپاره. د دغې شخړې په پايله کې يوکس وژل شوی هم و.

په ورته مهال د غزني ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په ناهور او مالستان ولسوالي کې د ځايي خلکو، هزاره او کوچيانو ترمنځ د څړځايونو پر سر راپورته شوي جنجالونه د خبرو اترو له لارې هوار کړل او هغوی يې يوبل منلو ته وهڅول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu