پکتيا کې د ۴ کلنې بدي ترڅنګ سرپل، ننګرهار او غزني ولايت کې هم شخړې حل شوې

taqi2_admin
Sat, Jun 13 2026 10:28 AM
پکتيا کې د ۴ کلنې بدي ترڅنګ سرپل، ننګرهار او غزني ولايت کې هم شخړې حل شوې

 

شنبه ۲۷ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په احمد آباد ولسوالي کې د څو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر هغه را پورته شوې څلور کلنه بدي په سوله ييز ډول هواره کړه، چې له امله يې څو تنه ټپيان شوي وو او ګڼ مالي تاوانونه يې اړولي وو.

همداراز د سرپل ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس د قومي مشرانو په ملتيا په ياد ولايت کې د يوې ترافيکي حادثې له کبله پېښه شوې شخړه، چې څلورو تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و حل کړه او ښکېل لوري يې يوبل بښلو ته راضي کړل.

د دې سر بېره د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د پلرنيو ځمکو د وېش پر سر راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو، قومي مشرانو او متنفذينو د يوې غونډې پرمهال هواره کړه او حق يې حقدار ته وسپاره. د دغې شخړې په پايله کې يوکس وژل شوی هم و.

په ورته مهال د غزني ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په ناهور او مالستان ولسوالي کې د ځايي خلکو، هزاره او کوچيانو ترمنځ د څړځايونو پر سر راپورته شوي جنجالونه د خبرو اترو له لارې هوار کړل او هغوی يې يوبل منلو ته وهڅول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu