ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
شخړه

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي حافظ رحمت الله غازي، قومي مصلحینو او دیني علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.‏ښاغلي عمراومصلحینولومړی دواړه کورنۍسره کېنولې او تر خبرووروسته یې هغوی ته ډاډ ورکړ چې موضوع به په ښه ډول وڅېړي او وروسته به دیادې شخړې په اړه پرېکړه وکړي.ښکېلوخواوو هم دا وړاندیز ومانه،منځګړودڅو ورځو هڅو وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې رامنځته شوې شخړه حل او دواړه کورنۍسره پخلا کړي.‏په پای کې دواړو کورنیو د شخړې په حل خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د تېرو ۳۵ کلونو په اوږدو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي وو، خو اوس خوښ دي چې بېرته عادي ژوند ته ګرځي او کولای شي پرته له ستونزو خپل ژوند ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu