خوست کې د څه باندې شپږو لسیزو شخړه هواره شوه

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۹
خوست کې د څه باندې شپږو لسیزو شخړه هواره شوه

پنج شنبه ۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او متنفذينو په دوامدارو کوششونو دغه ولايت کې د کوچي قوم ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسايلو پر سر راپورته شوې د ۶۷ کلونو اوږدمهاله مرګونې شخړه هواره کړه او طرفين يې د سولې په ټغر سره راټول کړل. د روغې جوړې په برابرو شويو مراسمو کې ویناوالو د اسلامي او افغاني ارزښتونو له مخې پر بښنې، صبر او یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دښمني یوازې ویجاړي زېږوي، خو سوله د پرمختګ او هوساینې لارې هواروي. همداراز مسؤلينو په خپلو خبرو کې له ښکېلو لوريو وغوښتل، چې پاتې ژوند په يووالي، مينه، ورورولي او خوشحالي کې تېر کړي او هېڅ راز دښمنيو ته زړه ښه نه کړي. د يادې رامنځته شوې شخړې په پايله کې له دواړو خواوو يو تن وژل شوی، يو بل تن ټپي شوی او د لويو مالي تاوانونو سربېره يې په ډار او وېره کې ژوند کاوه، چې له روغې جوړې وروسته يې يو بل ته په بښنې کولو سره دسولې غاړې ورکړې او نوی د خوښي ژوند يې پيل کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۵۲
Background image

افغانان داسې یو باامنه نظام لري چې په نړۍ کې یې سیال نشته

شنبه ١٧ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ علماوو او قومي مخورو په دغه ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري یوې جوړې شوې ولسي غونډې ته وویل: د اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۰
Background image

په بلخ ولايت کې د مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

شنبه ۱۷ صفر المظفر۱۴۴۸

د بلخ ولايت مرکز اړوند شپږمې ناحي سيمه کې دوه مرورې کورنۍ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د شخړو د حل کمېسيون، قومي مشرانو او علماوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۳۳
Background image

ځاځي میدان ولسوالي کې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

پنجشنبه ۱۵ صفر المظفر۱۴۴۸

د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالي کې د اسلامي امارت د مسؤلينو او ولسونو ترمنځ د شریعت د احکامو د نفاذ، د ولسي همغږۍ پیاوړتیا او ګډ تفاهم د رامنځته کولو په. . .

BACK TO NEWS

User account menu