په بلخ ولايت کې د مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۰
په بلخ ولايت کې د مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

شنبه ۱۷ صفر المظفر۱۴۴۸

د بلخ ولايت مرکز اړوند شپږمې ناحي سيمه کې دوه مرورې کورنۍ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د شخړو د حل کمېسيون، قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب د یوې قومي جرګې په ترڅ کې پخلا او روغې جوړې ته را وبلل شوې.

دغه دوه کورنۍ چې له څو کلونو راهیسې یې ترمنځ سخت اختلافات موجود وو تېره ورځ د یادو شویو مشرانو په منځګړیتوب پخلاینې ته راضي شول او د جرګه کوونکو له وعظ او لارښوونو وروسته یې سولې او ورولۍ ته غاړه کېښوده.

د پخلاينې په مراسمو کې د ښکېلو کورنيو مشرانو د مسؤلينو له لخوا د ترسره شویو هڅو ستاینه وکړه او د هغوی له لوري په شوې فیصله یې خوښي څرګنده کړه. د يادې پخلاينې د پای پرمهال دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به یو بل ته هيڅ جنجال نه جوړوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu