ځاځي میدان ولسوالي کې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۳۳
ځاځي میدان ولسوالي کې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

پنجشنبه ۱۵ صفر المظفر۱۴۴۸

د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالي کې د اسلامي امارت د مسؤلينو او ولسونو ترمنځ د شریعت د احکامو د نفاذ، د ولسي همغږۍ پیاوړتیا او ګډ تفاهم د رامنځته کولو په موخه د يادې ولسوالي له ولسونو، قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو سره پراخه ولسي غونډه ترسره شوه.

غوندې ته مسؤلينو د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د ولس او حکومت ترمنځ د همکارۍ او شرعي احکامو د عملي کولو پر اهمیت خبرې وکړې. ويې ويل: د شریعت نفاذ، د اسلامي نظام د مسؤلينو او ولسونو شريک مسؤليت دی او په دې برخه کې بايد له يو بل سره د هکارۍ لاسونه ورکړل شي. دوی همدارنګه له خلکو وغوښتل، چې د ولسي يووالي او همغږۍ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
 
د يادې جوړې شوې غونډې پرمهال قومي مشرانو په خپلو ویناوو کې د اسلامي نظام ملاتړ څرګند کړ او د ولسونو د یووالي او همغږۍ پر ارزښت یې ټینګار وکړ. دوی همداراز د شریعي احکامو د پلي کولو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ. قومي مشرانو په هېواد کې موجوده امنیت او ثبات د اسلامي امارت لويه لاسته راوړنه وبلل او زياته يې کړه، چې په هېڅ صورت به چاته اجازه ورنکړي، چې پر وړاندې يې خنډونه ايجاد کړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۵۲
Background image

افغانان داسې یو باامنه نظام لري چې په نړۍ کې یې سیال نشته

شنبه ١٧ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ علماوو او قومي مخورو په دغه ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري یوې جوړې شوې ولسي غونډې ته وویل: د اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۰
Background image

په بلخ ولايت کې د مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

شنبه ۱۷ صفر المظفر۱۴۴۸

د بلخ ولايت مرکز اړوند شپږمې ناحي سيمه کې دوه مرورې کورنۍ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د شخړو د حل کمېسيون، قومي مشرانو او علماوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۳۳
Background image

ځاځي میدان ولسوالي کې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

پنجشنبه ۱۵ صفر المظفر۱۴۴۸

د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالي کې د اسلامي امارت د مسؤلينو او ولسونو ترمنځ د شریعت د احکامو د نفاذ، د ولسي همغږۍ پیاوړتیا او ګډ تفاهم د رامنځته کولو په. . .

BACK TO NEWS

User account menu