په بلخ کې د ۵ کلنې شخړې حل

taqi2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۴۳
شخړه

  شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست د جوزجان ولایت د فیض اباد د یوې کورنۍ او د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د جوشور کلي د بلې کورنۍ ترمنځ ۵ کلنه شخړه د ځایي قومي مخورو او مصلحینو په کوښښ او هڅو په دوستي بدله کړه. یاده شخړه چې د دواړو لوریو تر منځ د یوې کورنۍ موضوع پر سر پنځه کاله وړاندې رامنځته شوې وه او نیمه لسیزه دغه دوه لوري له ډېرو ناخوالو څخه کړېدل، په داسې حال کې حل شوه، چې له طرفینو څخه یوه لوري یې د بلخ ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو څخه په دې برخه کې مرسته وغوښتنه. دغو مسؤلینو د قومي مشرانو او سیمه ییزو مصحلینو په ملتیا له دواړو لوریو سره لیدنې وکړې له دې سره دواړو غبرګو کورنیو تر منځ د مخورو قومي مشرانو له طرفه د سولې ، ثباد او روغي جوړې نصیحتونه او سپارښتنې وشوې او دوی یې ورورولۍ او بښنې ته راضي کړل. دواړو کورنیو د مسؤلینو او مخورو مشرانو نظرونو ته د احترام کولو تر څنګ ژمنه وکړه ، چې له دې ورسته به د اخوت او سو کالۍ لار غوره کوي او د وروڼو په څېر به ژوند کوي، چې په دې سره د دواړو غاړو ترمنځ ۵ کلن کرکجن مزل د سولې په کولو سره لنډ شو او شخړې یې ترمنځ حل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۶
Background image

پکتيا کې د مسؤلينو په هڅو درې دښمني کورنۍ له سوله ييز ژوند څخه برخمنې شوې

 

چهار شنبه ۱۲ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت يوه پلاوي پکتيا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت مرکز اړوند باغکي په سيمه کې د څو کورنيو ترمنځ د ځينو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۲۰
Background image

د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالي ته د سرحدي وضعیت د ارزونې په موخه سفر

 

چهار ‌شنبه ۱۲ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت ‌الله شجاع د یو ګډ پلاوي په مشري د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالي ته د خپل سفر پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د افغانستان او تاجکستان هيواد پر ګډه پوله، له شېرخان بندر څخه د مسؤلينو لېدنه

 

سه شنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت  د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع تېره ورځ د يوه پلاوي په مشري د کندز ولايت امام صيب ولسوالي اړوند. . .

BACK TO NEWS

User account menu