د افغانستان او تاجکستان هيواد پر ګډه پوله، له شېرخان بندر څخه د مسؤلينو لېدنه

haqani_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۵۷
د افغانستان او تاجکستان هيواد پر ګډه پوله، له شېرخان بندر څخه د مسؤلينو لېدنه

 

سه شنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت  د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع تېره ورځ د يوه پلاوي په مشري د کندز ولايت امام صيب ولسوالي اړوند شېرخان بندر ته سفر وکړ. نوموړي د دغه سفر پرمهال يادې کرښې سره نږدې د مېشتو خلکو ترڅنګ د کميسارۍ او سرحدي ليوا له مسؤلینو سره وکتل.

د دغه سفر په ترڅ کې ښاغلي شجاع د شېرخان بندر له یو شمېر مهمو نقطو څخه هم لیدنه او څارنه وکړه. نوموړي د سیمې د عمومي وضعیت، سرحدي شرایطو او د خلکو د ژوند د څرنګوالي په اړه لازم معلومات ترلاسه کړل او د هغه ځای د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې یې په مستقیم ډول واورېدلې.

د يادې لیدنې په پای کې د وزارت پلاوي د ډاډ په تر لاسه کولو سره د سيمه ييزو خلکو د ستونزو د رسولو او د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د لازمو اغېزمنو اقدامات يادونه وکړه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu