په بلخ کې د ۵ کلنې شخړې حل

taqi2_admin
Sun, Dec 14 2025 11:43 AM
شخړه

  شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست د جوزجان ولایت د فیض اباد د یوې کورنۍ او د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د جوشور کلي د بلې کورنۍ ترمنځ ۵ کلنه شخړه د ځایي قومي مخورو او مصلحینو په کوښښ او هڅو په دوستي بدله کړه. یاده شخړه چې د دواړو لوریو تر منځ د یوې کورنۍ موضوع پر سر پنځه کاله وړاندې رامنځته شوې وه او نیمه لسیزه دغه دوه لوري له ډېرو ناخوالو څخه کړېدل، په داسې حال کې حل شوه، چې له طرفینو څخه یوه لوري یې د بلخ ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو څخه په دې برخه کې مرسته وغوښتنه. دغو مسؤلینو د قومي مشرانو او سیمه ییزو مصحلینو په ملتیا له دواړو لوریو سره لیدنې وکړې له دې سره دواړو غبرګو کورنیو تر منځ د مخورو قومي مشرانو له طرفه د سولې ، ثباد او روغي جوړې نصیحتونه او سپارښتنې وشوې او دوی یې ورورولۍ او بښنې ته راضي کړل. دواړو کورنیو د مسؤلینو او مخورو مشرانو نظرونو ته د احترام کولو تر څنګ ژمنه وکړه ، چې له دې ورسته به د اخوت او سو کالۍ لار غوره کوي او د وروڼو په څېر به ژوند کوي، چې په دې سره د دواړو غاړو ترمنځ ۵ کلن کرکجن مزل د سولې په کولو سره لنډ شو او شخړې یې ترمنځ حل شوه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu