خوست کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ بېرته سره پخلا شوې

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۳۱
خوست کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ بېرته سره پخلا شوې

چهار شنبه ۱۹جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست مسؤلينو په دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه مرګونې شخړه په سوله ييزه توګه حل کړه، چې په ترڅ کې يې يو تن وژل شوی و او ګڼې کورنۍ ستونزې يې را ولاړې کړې وې. دغه شخړه، چې څه موده وړاندې د خوست ولايت مرکز متون اړوند د کونډيو صحرا په کلي کې رامنځته شوې وه د اسلامي امارت د مسؤلينو په هلو ځلو پای ته ورسېده او ښکېلو لوريو يو ځل بيا د ورورولي ژوند پيل کړ. په پای کې د دواړو کورنيو مشرانو د خوښي په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هېڅ ډول جګړې، دښمنۍ او تاوتريخوالي ته زړه ښه نه کړي. بلکي په سوله او اتحاد کې به ژوند ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu