په ننګرهار کې د دوو کورنیو پخلاینه
چهار شنبه ۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت په حصارک او بټي کوټ ولسواليو کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځپلمنځي اختلافاتو او تربګنۍ له وجهې رامنخته شوې شخړه تېره ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په منځګړیتوب، حل شوه.
دغه شخړه چې له امله یې له یوه طرف څخه يوکس وژل شوی، یو تن ژوبل او د دواړو کورنیو ترمنځ یې ډېر جنجالونه رامنځته کړي وو، د سیمه ییزو مخورو، متنفذینو او مسؤلینو په هڅو او منځګړیتوب هواره شوه او دواړوه خواوې پخلاینې ته راضي شوې.
د یادې شخړې د پخلاینې په موخه له طرفینو سره متعددې ناستې وشوې، د علماوو او مسؤلینو له لوري دواړو خواوې بښنې او سولې ته ترغیب او تشویق شول او د طرفینو له قناعت وروسته د دوی ترمنځ د خیر فیصله وشوه.
