غزني کې د مسؤلينو له لوري ۸ کلنې شخړې پای وموند

taqi2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۹
غزني کې د مسؤلينو له لوري ۸ کلنې شخړې پای وموند

 

دوشنبه ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د غزني ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مقر ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د کورني جنجالونو له امله راپورته شوې شخړه حل او دواړو خواوو وروسته له اتو کلونو راشه درشه پيل کړه.

د دغې شخړې په پايله کې له يوه لوري يو کس وژل شوی څو تنه ټپيان شوي او ګڼې کورنۍ ستونزې يې هم لرلې، چې مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د څو ناستو په ترڅ کې دواړه لوري سولې ته راضي کړل او د ورورولي ژوند يې پيل کړ.

د شخړې ښکېلو طرفونو د اسلامي امارت او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له هڅو مننه وکړه، چې په وينا يې د ولسونو د ارام ژوند او ثبات لپاره هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu