د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا په ولسواليو کې ولسي غونډې لاهم دوام لري

taqi2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۵
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا په ولسواليو کې ولسي غونډې لاهم دوام لري

 

يکشنبه ۲۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د هيواد په ټولو ولايتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياستونو د مسؤلينو په مرسته ولسواليو کې د ولسي خلکو سره د ستونزو او رېدو په مناسبت دا ځل د غور ولايت په ساغر او تولک ولسوالي، د کنړ ولايت په آسمار ولسوالي، د بلخ ولايت په خانقا کې او د لوګر ولايت په محمداغه ولسوالي کې له عامو خلکو، قومي مشرانو، علماوو او متنفذينو سره پراخې ولسي غونډې ترسره شوې.

د غونډو پر مهال مسؤلينو ولسي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د هرې وړې او لويې ستونزې د هواري په موخه يې پرله ‌پسې هڅې کوي، چې په نتېجه کې يې ولسونه يووالي او ورورولي ته رابللي او د ارام ژوند زمينې يې ورته برابرې کړې دي. يادو مسؤلينو د اميرالمؤمنين حفظه ‌الله هغه فرمان هم خلکو ته ولوست، چې موخه يې د سيمه‌ ييزو ناسمو دودونو او رواجونو مخنيوی او د اسلامي ارزښتونو پياوړتيا ده. مسؤلينو همداراز په خلکو غږ وکړ، چې د دغه فرمان په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي.

قومي مشرانو د غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې د ا.ا.ا په راتګ سره په هيواد کې د امنيت، ثبات او ولسي يووالي فضا پياوړې شوې ده. هغوی په دغه برخه کې د مسؤلينو هڅې وستايلې او ويې ويل، د خلکو ستونزو ته د رسېدو او خدمتونو د ښه کېدو لپاره روان کارونه د ستاينې وړ دي. قومي مشرانو له حکومت وغوښتل، چې دا لړۍ همداسې دوامداره وساتي تر څو ولسونه د سوکاله او باعزته ژوند څخه خوند واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

له آقینې بندر او اړوندو سرحدي نقطو څخه لیدنه

 

سه شنبه ۱۸ ربیع الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال الحاج مولوي عنایت الله شجاع د یوه هیئت په مشري فاریاب ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۰:۱۴
Background image

پکتیا کې د ۱۳ کلونو په دوام رامنځته شوې بدي حل شوه

 

سه شنبه ۱۸ ربیع الاول ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت مرکز ګرديز اړوند اهنګرانو سيمي اوسيدونکو ترمنځ د ځينو حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې شاوخوا ديارلس کلنه بدي، چې له اوږدې مودې راهيسې يې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۰:۷
Background image

د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د تنفیذ په موخه له خلکو سره د همغږۍ غونډه

 

سه شنبه ۱۹ ربیع الاول ۱۴۴۸

د باميان ولايت په پنجاب ولسوالي کې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو په مشري د ولايتي ادارې دمشرانو، ولسوالي د استازو، ديني. . .

BACK TO NEWS

User account menu