په ننګرهار، پکتيکا، هرات او کاپيسا ولايت کې له خلکو سره ولسي غونډې ترسره شوې

taqi2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۱۸
په ننګرهار، پکتيکا، هرات او کاپيسا ولايت کې له خلکو سره ولسي غونډې ترسره شوې

 

دوشنبه ۲۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د اسلامي اخوت او ولسي يووالي ترعنوان لاندې غونډو په ترڅ کې دا ځل د ننګرهار په خوږياڼو او سرخرودو، د پکتيکا په يوسف خيلو، د هرات په فرسي او د کاپيسا ولايت په کوهبند ولسوالي کې له عامو حلکو سره پراخه ولسي غونډې ترسره شوې.

دغه غونډې چې د ياد وزارت د محلي ادارو د مسؤلينو په مشري ترسره شوې، پکې د يو شمېر ولايتي استازو ترڅنګ، ولسوالانو، قومي مشرانو، علماوو، متنفذينو د اسلامي امارت منسوبينو او ګڼو ولسي خلکو ونډه لرله، چې پرمهال يې ولسي مشرانو د خپلو سيمه ييزو ستونزو د شريکولو برسېره د اسلامي امارت په ملاتړ ټينګار وکړ او دا نظام يې د ولسي ستونزو د حل او يووالي سمبول ياد کړ.
 
د غونډې پر مهال مسؤلينو د ولسي ملاتړ څخه د مننې تر څنګ په دې خاوره امن او سوکالي د خلکو ترمنځ يووالي او باور ياد کړ ويې ويل: ستاسو دعاوې، ملاتړ او قربانۍ د اسلامي امارت قوت دی. د دې نظام هر مسؤل د ولس خادم دی نه حاکم. يادو مسؤلينو زياته کړه: زموږ هدف د اسلامي نظام ټينګښت، يووالي، همغږي او د هر افغان د سر، مال او عزت ساتنه ده.

برگزاری نشست های مردمی  در ولایت های ننگرهار، پکتیکا، هرات و کاپیسا 

دوشنبه ۲۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

به اساس  پلان و اهداف کاری  وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل به ادامه تدویر نشست به  سطح ولسوالی‌ها تحت عنوان اخوت اسلامی و وحدت مردمی در ۳۴ ولایت کشور، این بار نشست های بزرگ مردمی  در ولسوالی‌های خوگیانی و سرخرود ننگرهار، یوسف خیل پکتیکا، فارسی هرات و ولسوالی کوهبند ولایت کاپیسا برگزار گردید.

این نشت ها که تحت رهبری مسئولین ادارات محلی این  وزارت دایر شده بود، در آنها شماری از نمایندگان ادارات ولایتی، ولسوالان، علما، متنفذین قومی، منسوبین امارت اسلامی و مردم عام حضور داشتند، بزرگان قومی علاوه بر شریک ساختن یک سلسله مشکلات محلی خود، بر حمایت از امارت اسلامی تأکید ورزیده  و این نظام را سمبول  حل مشکلات  و وحدت مردم یاد کردند.
 
مسئولین در صحبت های خویش در این نشست ها ضمن  ابراز خرسندی  از حمایت مردم ، امنیت و رفاه در این سرزمین را  از برکت وحدت و همبستگی میان  اقوام یاد نموده، گفتند: دعاها، حمایت‌ها و قربانی های شما مایه قوت امارت اسلامی است. هر مسئول این نظام، خادم  مردم می باشد، نه حاکم. مسئولین افزودند: هدف ما استحکام نظام اسلامی و حفاظت از جان، مال و عزت هر افغان است.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu