د بلخ، فارياب او سرپل ولايتونو په ځینو ولسواليو کې بېلابېلې ولسي غونډې تر سره شوې

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۴۲
د بلخ، فارياب او سرپل ولايتونو په ځینو ولسواليو کې بېلابېلې ولسي غونډې تر سره شوې

شنبه ۲۹ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د بلخ ولايت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو له لوري په دولت آباد ولسوالي کې د جوړې شوې غونډې پر مهال د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله هغه فرمانونه ګډونوالو ته تشريح شول، چې د ټولنې د ناسمو رواجونو او ناوړه دودونو د مخنيوي سپارښتنې پکې ذکر شوې دي. د دغې رابلل شوې غونډې له لارې ولسي خلکو خپلې اړينې ستونزې او غوښتنې د بلخ ولايت له ورغليو مسؤلينو سره شريکې کړې او د هغوی د حل ډاډ يې ترلاسه کړ. په ورته وخت کې د فارياب ولايت په المار ولسوالي کې هم د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست لخوا د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو په مناسبت غونډه وشوه، چې پر مهال يې قومي مشرانو خپلې بېلابېلې سيمه ييزې ستونزې د اسلامي امارت له مسؤلينو سره شريکې کړې او د هغوی د حل غوښتنه يې وکړه. د دې ترڅنګ د سرپل ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په مشري په الفتح ولسوالي کې د اسلامي اخوت او د خلکو ستونزو د اورېدو غونډه ترسره شوه، چې پکې د ولسي ستونزو د اورېدو ترڅنګ خلک ګډونوالو پر يووالي او له اسلامي امارت څخه پر ملاتړ هم ټینګار وکړ، همدا راز د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله ۱۳ او ۱۷ ګنه فرمانونه ولوستل شول، چې د عملي کولو سپارښتنې يې هم وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu