د غور له خلکو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې غونډه وشوه

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۸
د غور له خلکو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې غونډه وشوه

پنجشنبه ۱۳ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزرات د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد د مل پلاوي په مشري.

نن په غور ولايت کې له ولايتي مسؤلينو، ولسوالانو، متنفذينو او ولسي خلکو سره يوه ګډه لويه ولسي غونډه ترسر کړه. ښاغلي احمد د دې غونډې پرمهال په ډاګه کړه، چې د شل کلنې مبارزې هدف يې د الله جل جلاله نظام نافذول وو. نوموړي زياته کړه نن ولسونه خوشحاله دي.


ځکه د دين په رښتيني عقيده ولاړ دي. هغه په تېر شل کلن جهاد کې د فدايانو قربانيو ته په اشاره وويل: په هيواد کې د استقلال رڼا د هغو فدايانو د قربانيو برکت دی، چې د اسلامي نظام د بقا او ملت د عزت بنسټ لپاره يې ځانونه نذرانه کړل. وفاداري ورته زموږ او ستاسو مسؤليت دی.قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت مسؤلينو ته د ډاډ په څرګنډولو سره وويل: موږ په رښتينولي کلک ولاړ يو، ستاسو له ملګرتيا به هېڅکله هم لاس وانه خلو او دا د اتفاق او يووالي څراغ به همداسې بل وساتو.

دوی همداراز د خپلو ستونزو د شريکولو ترڅنګ د ولسونو ترمنځ د شخړو او دښمنيو په لمنځه وړلو کې د يادو مسؤلينو هڅې وستايلې او دا يې د سولې او ثبات لپاره مثبت ګام وباله.


د غونډې په اوږدو کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني د امیرالمؤمنين حفظه الله هغه فرمان ولوست، چې د لوړو مصارفو، بې ځايه لګښتونو او ناوړه رواجونو څخه پکې د مخنيوي سپارښتنې شوې دي نوموړي له خلکو وغوښتل، چې ياد فرمان عملي کړي ترڅو له ګټو يې برخمن شي.

په پای کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني وويل: د ولس خدمت زموږ لومړيتوب دی او دا چاره خپل وياړ بولو نوموړي ژمنه وکړه، چې دا سپېڅلې وجيبه به په پوره اخلاص، صداقت او زړه ورتيا ترسره کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu