کندز کې د ۱۵ کلنې دښمني تر څنګ ننګرهار او باميان ولايتونو کې هم جلاجلا شخړې هوارې شوې

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۲۲
کندز کې د ۱۵ کلنې دښمني تر څنګ ننګرهار او باميان ولايتونو کې هم جلاجلا شخړې هوارې شوې

دوشنبه ۳ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د کندز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي احسان الله ثاقب په دوامداره هڅو، د قومي مشرانو، علماء کرامو او ځايي خلکو په همکاري د شاو خوا ۱۵ کلونو اوږدمهاله دښمني په دوستي بدله کړه او ښکېلې کورنۍ د سولې په ټغر کښېناستې. ياده دښمني چې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او دواړو لوريو ته د درنو مالي تاوانونو برسيره ۵ تنه پکې وژل شوي او څو تنه نور پکې ټپيان شوي وو د مسؤلينو لخوا د څو ناستو په موده کې لومړی سولې ته راضي او بيا د يوې عادلانه پرېکړې له مخې يو بل سره غاړه په غاړه شول. په ورته مهال د ننګرهار ولايت په اتمه ناحيه کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې يو کس وژل شوی و او ترمنځ يې ژور جنجالونه موجود و د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو له لوري حل او دواړو خواوو روغه سره وکړه. همداراز په باميان ولايت کې هم د ځمکو او څړځايونو پر سر راپورته شوې شخړه د باميان ولايتي ادارې او د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په همغږۍ حل او ښکېلو خواوو سولې ته مخه کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۰:۲۷
Background image

د میدان وردګ په دایمیرداد ولسوالي کې له قومي مشرانو او عامو خلکو سره غونډه وشوه

 

پنجشنبه ۴ ربيع الأول ۱۴۴۷

د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت د پلان او لارښوونو پربنسټ د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالي کې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوست، ننګرهار او هرات ولايت په يوشمير ولسواليو کې ولسي غونډې جوړې شوې

چهارشنبه ۳ ربيع الأول ۱۴۴۷ د اسلامي اخوت او ټولنيزو ستونزو د حل په موخه د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو په دوام تېره ورځ د خوست په شمل دوه منده ولسوالي، د ننګرهار په شيرزادو او د هرات په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۳:۵۱
Background image

نن په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د ایران له سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلی  سره وکتل. 

چهارشنبه، ٣ ربیع‌الاول ١٤٤٧ 


په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ د ښه اړیکو پر بنسټ د اقتصادي پراختیا، متقابل باور، سیمه ییزو مسائلو او د لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو. . .

BACK TO NEWS

User account menu