د خوست، ننګرهار او هرات ولايت په يوشمير ولسواليو کې ولسي غونډې جوړې شوې

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۰
د خوست، ننګرهار او هرات ولايت په يوشمير ولسواليو کې ولسي غونډې جوړې شوې

چهارشنبه ۳ ربيع الأول ۱۴۴۷ د اسلامي اخوت او ټولنيزو ستونزو د حل په موخه د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو په دوام تېره ورځ د خوست په شمل دوه منده ولسوالي، د ننګرهار په شيرزادو او د هرات په زنده جان ولسوالي کې.له عامو خلکو، قومي مشرانو، علماوو او ولسواليو مسؤلينو سره پراخې ولسي غوندې ترسره شوې.قومي مشرانو د خپلو سيمو پر شته ستونزو رڼا واچوله او د هغو د حل غوښتنه يې وکړه. دوی په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو خوښي څرکنده کړه او د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت څخه يې مننه وکړه، چې د ليري سرحدي سيمو د خلکو خدمت ته کار کوي.د يادو غونډو پرمهال مسؤلينو د اسلامي اخوت پر ټينګښت او د قومي يووالي پر اړتيا خبرې وکړې. دغو مشرانو له قومي استازو وغوښتل چې د اسلامي اصولو پر بنسټ د نظام په پياوړتيا کې فعاله ونډه واخلي او د سولې او ثبات لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu