زابل کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل او سوله ييز ژوند يې غوره کړه

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۵۹
شخړه

شنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي سپين ږيرو علماوو او اسلامي امارت د ځينو استازو په همکارۍ د دغه ولايت په شهري صفا ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پر سره راپورته شوې شخړه هواره او ښکېل اړخونه يې سوله ييز ژوند ته راوګرځول. د قومونو ترمنځ په دغه رامنځته شوې شخړه کې د اخ ډب له امله دواړو خواوو ته د څو تنو د ټپي کېدو برسېره لوی مالي زيانونه هم اوښتي وو، چې د طرفينو ترمنځ يې ژور اختلافات را ولاړ کړي وو. د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس د ولايت مقام له استازو سره يوځای سيمې ته سفر وکړ د طرفينو د اسنادو تر کتلو وروسته يې له هغوی اختيار خطونه واخيستل او د يوې شرعي فيصلې په کولو سره يې دواړه خواوې سوله ييز ژوند ته راوګرځولې. ښکېلو خواوو د مسؤلينو په ترسره شوې فيصلې د رضايت ترڅنګ له هغوی مننه وکړه، چې په وينا يې د دوی ترمنځ يې د خبرو او تفاهم له لارې سوله وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu