ننګرهار کې ۱۳کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۹:۱۳
شخړه

 

پنجشنبه ۱۴ شعبان ۱۴۴۶

دننګرهار ولايت په دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ديارلس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه، چې له امله يې دواړو خواوو څخه دوه تنه وژل شوي دوه ټپيان او د ګڼو مالي زيانونو سره سره يې ترمنځ ژور اختلافات موجود وو.

‏د دغې شخړې د هوارولو په موخه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري د ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس حافظ رحمت الله غازي عمر، قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په شتون کې.

د يوې لويې غونډې پر مهال د منصفانه پرېکړې له مخې دواړه لوري سره خوشاله شول او په همدې سره يې ياده ديارلس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د غونډې پر مهال ښاغلي احمد ولسونه يووالي، اتفاق او ورور ولۍ ته وهڅول او له هغوی يې غوښتنه وکړه، چې د دښمنيو او شخړو پرځای سوله ييز ژوند غوره کړي ځکه په دې کې د دنيا او اخرت خوشحالۍ نغښتې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

سه شنبه ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي اخوت او  خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او قبايلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود

 

يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهارشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷

په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  هغه راپورته شوې څه باندې يو کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu