په جوزجان ولایت کې د غصب شويو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بیرته راګرځېدو په موخه ټاکل شوي هیئت په کار پیل وکړ.

۱۴۴۶/۶/۱۲ شنبه
د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی عالي مقام د هدایت په اساس ټاکل شوي هیئت د جوزجان ولایت شبرغان ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د غصب شويو ځمکو او څړځایونو د تثبیت په موخه تخنیکي سروې او څېړنه په رسمي توګه پیل کړه.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي چې د یاد هیئت مشري پر غاړه لري، په جوزجان ولایت کې يې د غصب شويو ځمکو او څړځایونو د بیرته راګرځېدو بهير د پیل په غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د څړځایونو له سروې څخه یې هدف د شخصي او امارتي ملکیتونو تثبیت او د خلکو د ستونزو حل کول دي. نوموړي وویل: د تخنیکي ټیم لخوا به په دغه ولایت کې ټول څړځایونه په دقت سره ارزول کېږي، ترڅو امارتي او شخصي څړځایونه او ځمکې سره جلا شي.
بلخوا د جوزجان ولایت والي قاري ګل حیدر شفق ښاغلي غزنوي ته ډاډ ورکړ چې د یاد ولایت ټول محلي ادارې او ځایي خلک د څړځایونو او غصب شويو ځمکو د سروې او تثبیت له ټیم سره به خپلې هر ډول همکارۍهیڅ ونه سپموي.
د یادونې وړ ده چې د غصب شويو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بیرته راګرځېدو په برخه کې به د تر سره شوې سروې موندنې د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکې شي او په اړه به یې لازمې پرېکړې وشي.