په بلخ ولایت کې ٤ کلنه شخړه هواره شوه

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۵۹
بلخ کې شخړه

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست مسؤلينو د ياد ولايت په شورتيپې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ رامنځته شوې شخړه حل او په دوستۍ بدله کړه. یاده شخړه چې له ٧ کلونو را پدېخوا یې جريان درلود او طرفينو ته پکې پراخ مالي زيانونه هم اوښتي وو په همدې مناسبت د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو او قومي مشرانو ګډه غونډه جوړه کړه دواړه ښکېل لوري یې سولې ته راوبلل، چې په پاي کې ياده شخړه حل او د دواړو کورنيو مشران د خلکو په منځ کې را ولاړ شول او يو بل ته يې بښنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu