پنجشېر ولایت کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام ستره غونډه

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۶:۱۷
پنجشېر کې‌ غونډه

چهارشنبه ـ ۱۱/۱/۱۴۴۶

په پنجشېر ولایت کې د یوې سترې غونډې پر مهال قومي سپین ږیرو د اسلامي امارت په پایداري او ثبات خوښي څرګنده کړه ویې ویل چې ټول ولس د دې نظام ملاتړی دی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دا نظام وننګوي. دوی په قومي یووالي ټینګار وکړ او اسلامي حکومتولي یې د ولس د ستونزو حل لاره وبلله. دا څرګندونې په یاد ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام د یوې سترې ولسي غونډې په ترڅ کې ترسره شوې، چې پر مهال یې د قومي سپین ږیرو، ولایتي مسؤلینو او والي په شمول د یاد وزارت لوړ رتبه مسؤلینو هم حضور درلود. د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې قوم او قبیله د پېژندګلوي وسیله وبلله او د ولس ستونزو ته د اسلامي امارت له ژمنتیا څخه یې ډاډ څرګند کړ. نوموړي د غربي استعمار پر مهال د افغانانو ترمنځ اچول شوې تفرقې او دسیسې شنډې یادې کړې او هیوادوال یې د یووالي په ټغر کښېناستلو ته راوبلل. د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د اسلامي نظام اقامه او د هیواد خپلواکي د افغانانو د ستړیاوو پایله یاده کړه او د ولسونو ترمنځ په لا ښې همغږۍ یې ټینګار وکړ. د پنجشېر والي الحاج محمد اغا حکیم د خپلو خبرو په جریان کې تېر شوي مسؤلین ولس ته په ازموینه کې ناکام وګڼل او په قومي مخورو یې غږ وکړ چې ځوانان دي د هیواد خدمت ته راوبولي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu