د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د دوو کورنیو تر منځ د اختلافاتو حل!

khoram2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۴/۸ - ۱۱:۵۳
نیمروز کې شخړه

۲۰/۱۲/۱۴۴۵

په نیمروز ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ درې میاشتې مخکې پېښه شوې شخړه چې یو تن پکې وژل شوی و، تېره ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې حل شوه. دغه شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس مولوي صالح محمد مسافر په مشرۍ او د ګرشک د لېواء د قومندان الحاج سردار محمد ایوبي، دیني عالمانو او قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب حل او په دوستي بدله شوه، چې پر مهال یې ښکېلو غاړو د مرکچي پلاوي په ټینګار یو بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې نور به د ورورولۍ او امن په فضاء کې خپل ژوند ته ادامه ورکوي. د یادونې وړ ده چې په تېرو نیژدې ورځو کې په ننکرهار، کنړ، کاپیسا، سمنګان او نورو ولایتونو کې هم د ځمکو پر سر رامنځته شوې شخړې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو لخوا حل شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu