له غلام خان بندر او ډیورنډ فرضي کرښې څخه لیدنه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
غلام خان بندر


۲۶/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د ګربز ولسوالۍ اړوند غلام خان بندر او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمې په داسې حال کې وکتلې، چې د ولایت د استخباراتو رئیس مولوي لطف الله معصوم اخندزاده، د غلام خان بندر کمیسار مولوي قطب خان بلال، د غلام خان بندر د کنډک مسؤل مولوي مؤمن احمد وارث او نورو مسؤلینو هم حضور درلود. 

په دغه کتنه کې سرپرست وزیر پر ډېورنډ فرضي کرښه باندې له حاکمو نقطو، د کمیسارۍ له نویو تأسیساتو او کنډک څخه د لیدنې تر څنګ له ځایي مسؤلینو سره هم خبرې وکړې او په یاده سیمه کې یې امنیتي مسؤلینو او مجاهدینو ته د هیواد د پولو د ساتنې او د دوی د سپېڅلې وظیفې په اړه مهمې سپارښتنې وکړې. 

نوموړي په خپلو خبرو کې امنیتي ساتونکو ته وویل: تاسې د هغې سیمې او نقطې ساتونکي یاست چې له امله یې په ټول هېواد کې امن حاکم دی، ستاسې شتون هېوادوالو ته د آرام ساه ورکوي او د وطن بقاء او ثبات تضمینوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu