د هېواد د ۲۶ ولایتونو له یو شمېر بلوڅ قومي مشرانو سره کتنه

khoram2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۵:۵۹
لیدنه

 

شنبه ۲۴ ‌ذوالقعده الحرام ۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملانورالله نوري په داسې حال کې چې د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي تسلیم الله حقاني هم حضور درلود د هېواد د ۲۶ ولایتونو د بلوڅ قوم له یو شمېر قومي مشرانو ، دیني عالمانو، مخورو او ځوانانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې و کتل. په دې کتنه کې راغلو مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام په شتون خوښي څرګنده کړه ویې ویل چې یاد نظام له هر ډول تبعیض پرته د ټولو قومونو پر وړاندې دروازې پرانیستې دي او نن د بلوڅو په شمول ټول افغانان کولای شي د ا.ا.ا مشرانو ته خپلې غوښتنې ورسوي. نوموړیو همداراز د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مېشتو بلوڅانو ته د روغتیایي مرکزونو د جوړولو، د وزارت په اړوند تعلیمي مرکزونو کې د ځوانانو د جذب، د دوی په سیمو کې د خیریه مؤسساتو د فعالیت، د بلوڅي ژبې د بډاینې او د ا.ا.ا په جوړښت کې د ځوانانو د ګمارنې په اړه یو لړ ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شریکې کړې او دغه راز يې زیاته کړه چې بلوڅ ځوانان د اسلامي نظام هر ډول خدمت ته چمتو دي. ورپسې سرپرست وزير ښاغلي نوري په خپلو خبرو کې وویل چې بلوڅ قومونو د تېر شل کلن جهاد په اوږدو کې د اشغالګرو پر وړاندې د خاورې د دفاع په خاطر ډېرې قربانۍ ورکړې دي چې اسلامي امارت ورته د قدر په سترګه ګوري او د دوی په سیمو کې به د نورو ولایتونو په څېر په هره برخه کې لازمې کړنې تر سره کړي تر څو وکولای شي د یاد قوم ټولو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu