په کندهار ولایت کې ۷ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

khoram2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۵:۵۹
شخړه

۲۷/۱۰/۱۴۴۵

د کندهار ولایت د اتمې ناحیې اړوند د پوپلزیو او بارکزیو قومونو د دوو کورنیو تر منځ ۷ کاله مخکې راپېښه شوې شخړه، چې له یوه لوري څخه پکې یو کس هم وژل شوی و، تېره ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس ملا عبدالباري رحماني، ځینو مسؤلینو او قومي مشرانو په هلوځلو په دوستي بدله شوه. د شخړې د حل په وخت کې قومي مشرانو د موضوع په اړه پوره پلټنه وکړه، له دواړو لوریو څخه یې وکالت خطونه واخیستل او وروسته یې د دوی تر منځ د ښېګڼې او خیر پرېکړه وکړه. یاده پرېکړه د طرفینو د قبول وړ وګرځېده او د مرکې په مخکې یې ژمنه وکړه چې نور به یو له بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu