څو کلنه بدي په کُنړ ولایت کې په سوله بدله شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۲:۲۸
شخړه

د کنړ مرورې ولسوالۍ د چیغسرای په سیمه کې له کلونو راهیسې د څو کورنیو ترمنځ پېښه شوې شخړه چې وخت ناوخت به پکې دواړو لوریو یو بل ته زیانونه اړول او څو تنه تر اوسه پکې ژوبل شوي هم وو، تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، د علماوو شورا او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل شوه. 

د شخړې د حل و فصل په غرض ښکېلو غاړو عام وتام واک د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس ملا تحمیدالله غازي او نورو مسؤلینو په حضور کې څو تنو مرکچیانو ته ورکړ. مرکچیانو د موضوع له پوره پلټنې وروسته عادلانه پرېکړه وکړه چې دواړو لوریو پرې قناعت وکړ او د مصلحینو پر وړاندې یې یو بل ته د ورورولۍ غېږه ورکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu