په جوزجان ولایت کې د دوو کلیو تر منځ شخړه هواره شوه

khoram2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۸:۳۱
شخړه

۲۵/۱۰/۱۴۴۵

د جوزجان د ولایت مقام له هدایت سره سم، د مرکز شبرغان د دوو کلیو (باباعلي او ینګي کینت) ترمنځ د یوې مدرسې او مسجد د ملکیت پر سر له څه مودې راهیسې رامنځته شوې شخړه، چې د دواړو خواوو تر منځ یې مخالفتونه را پورته کړي وو، تېره ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، د نورو اداراتو مسؤلینو او سیمه ییزو مشرانو په منځګړیتوب حل شوه. د دغې شخړې د حل په موخه د یاد ولایت له لوري د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم ته دنده سپارل شوې وه، چې د موضوع د حل په برخه کې اجراات ترسره کړي. نوموړي له پوره پلټنې او تحقیق وروسته له دواړه لوریو سره ناسته وکړه او د ځینو مسؤلینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب یې دواړه خواوې د سولې او ورورولۍ په ټغر کښېنول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu