په نیمروز ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ را پېښه شوې شخړه په دوستي بدله شوه

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۳:۴۳
شخړه

۲۲/۱۰ ۱۴۴۵

 د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ترافیکي حادثې له کبله را منځته شوې شخړه چې پکې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یاد ولایت د سرحدونو قومونو اوقبایلو چارو د رئیس الحاج صالح محمد مسافر، د سیمې قومي مخورو او د یاد ولایت د مسؤلینو په همکارئ حل شوه. 

د دغې شخړې د حل پر مهال د سیمې قومي مخورو د خلکو ترمنځ په ورورګلوۍ او بښنه ټینګار وکړ او ښکېل لوري یې سولې ته راوبلل. 

د مسؤلینو او مشرانو د مرکې په برکت دواړو لوریو یو بل ته بښنه وکړه او سره غاړه غړۍ شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu