په ننګرهار ولایت کې ۴۷ کلنه شخړه حل شوه

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۹:۵۹
شخړه

د ننګرهار ولایت د شیخ مل خیل، شینوارو او کوکي خیل، بډخیل افریدو تر منځ د ځمکې پر سر پېښه شوې ۴۷ کلنه شخړه چې له کبله یې دواړو خواوو ته مالي زیانونه اوښتي و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د ریاست، قومي مخورو او علماء په منځګړیتوب حل شوه.

د یادې شخړې د هوارولو په موخه مسؤلینو له ښکېلو قومونو سره ناستې تر سره کړې تر څو دواړه لوري دې ته چمتو کړي چې یو بل ته بښنه وکړي او له بدۍ لاس واخلي، چې بالآخره دواړو جهتونو یو بل ته بښنه وکړه او د ورورولۍ په فضاء کې یې د ژوند کولو ډاډ څرګند کړ.

د یادونې وړ ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تل هڅه کوي چې د قومونو تر منځ د کلونو کلونو شخړې حل کړي او تر منځ یې سولییزه فضاء حاکمه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu