د ننګرهار ولایت له یو شمېر کوچي قومي مشرانو سره لېدنه

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۶:۰
خبر

سه شنبه٧ شوال١٤٤٥

 د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي احمدطه قادري او د کوچیانو چارو د سمون لوى رئیس ښاغلي مولوي ګل زرین کوچي د ننگرهار ولایت د کوچي قوم له یو شمیر قومي مشرانو او سپین ږیرو سره په خپل کاري دفتر کې لېدنه تر سره کړه. لومړي راغلو کوچي قومي مشرانو په خپلو سيمو کي د کوچيانو شته ستونزې شريکې کړې او دغه راز يې وړانديز درلود چي وزارت دې د يادو ستونزو د حل په موخه دې هر اړخيز اقدام تر سره کړي . ورپسي د کوچيانو چارو د سمون لوى رئيس ښاغلي مولوي گل زرين کوچي راغلو مشرانو نو ته ښه را غلاست ووا يه او په هېواد کې يې د ټولو قومونو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه د وزارت مسؤلیت یاد کړ. په پاي کې د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي قادري د کوچي قومي مشرانو د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د دوئ شته ستونزې به په خورا غور او حوصله مندې وڅیړي او اړوندو ادارو ته به لارښوونه وکړي چې ستونزې هر څومره ژر چې امکان ولري حل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu