د ننګرهار ولایت له یو شمېر کوچي قومي مشرانو سره لېدنه
سه شنبه٧ شوال١٤٤٥
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي احمدطه قادري او د کوچیانو چارو د سمون لوى رئیس ښاغلي مولوي ګل زرین کوچي د ننگرهار ولایت د کوچي قوم له یو شمیر قومي مشرانو او سپین ږیرو سره په خپل کاري دفتر کې لېدنه تر سره کړه. لومړي راغلو کوچي قومي مشرانو په خپلو سيمو کي د کوچيانو شته ستونزې شريکې کړې او دغه راز يې وړانديز درلود چي وزارت دې د يادو ستونزو د حل په موخه دې هر اړخيز اقدام تر سره کړي . ورپسي د کوچيانو چارو د سمون لوى رئيس ښاغلي مولوي گل زرين کوچي راغلو مشرانو نو ته ښه را غلاست ووا يه او په هېواد کې يې د ټولو قومونو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه د وزارت مسؤلیت یاد کړ. په پاي کې د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي قادري د کوچي قومي مشرانو د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د دوئ شته ستونزې به په خورا غور او حوصله مندې وڅیړي او اړوندو ادارو ته به لارښوونه وکړي چې ستونزې هر څومره ژر چې امکان ولري حل کړي.